د ناروې د دولتي شتمنیو صندوق، چې ارزښت یې دوه ټریلیونه ډالر دی، د غزې په جګړه کې د بشري قوانینو د نقض له امله له پینځو اسرائیلي بانکونو او د ودانیزو ماشینالاتو له تولیدوونکي امریکایي شرکت ‘کټرپیلر’ سره خپلې اړیکې پرې کړې.
یاد صندوق په یوه بیانیه کې ویلي، دا پینځه بانکونه یې له خپل لېست څخه ځکه ایستلي، چې د جګړې او شخړو پر مهال د خلکو د حقونو په جدي نقض کې لاس لري.
په بیانیه کې راغلي، چې د ‘کټرپیلر’ امریکایي شرکت له محصولاتو څخه هم په پراخه او سیستماتیکه توګه د نړیوالو او بشري قوانینو د نقض لپاره ګټه اخیستل کېږي.
د بشري حقونو ملاتړو لا له وړاندې د ‘کټرپیلر’ شرکت د تحریم غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو، چې اسرائیلي عسکر د فلسطینیانو د کورونو ویجاړولو لپاره د یاد شرکت له تجهیزاتو کار اخلي.
دوی ویلي، چې په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه دواړو کې بشري حقونه نقض شوي دي.

