د صهیونیستي رژیم له لوري د غزې تړانګې په سویل خان یونس ښار کې پر ناصر روغتون برید، چې د پینځو فلسطیني خبریالانو په ګډون ۲۱ تنه پکې شهیدان شوي، په نړیواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شوی.
د اسرائیلو د بریدونو له امله په خان یونس کې یو بل فلسطیني خبریال هم شهید شوی، چې یوازې پرون دوشنبه د شهید شویو خبریالانو شمېر شپږو ته رسېدلی دی.
د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د خبریالانو په نښه کول د افغانستان اسلامي امارت په شمول په نړیواله کچه غندل شوي او د حقیقت د پټولو هڅه بلل شوې ده.
اسلامي امارت یو ځل بیا په غزه کې د فلسطینیانو روانه نسلوژنه غندلې او د خبریالانو شهیدانول یې ستر جنایت او د بیان ازادۍ د مدعیانو پر لمن تور داغ بللی دی.
دغه راز قطر، ترکیې، ایران، سعودي عربستان، اسپانیا، فرانسې، جرمني، کاناډا او برېتانیا هم دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې اسرائیلي رژیم یو ځل بیا نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي.
د دې تر څنګ د اسلامي همکاریو سازمان، د خبریالانو د ملاتړ ټولنې، د بېپولې راپور ورکوونکو سازمان او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو د دې بریدونو په غندلو سره په غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د پای ته رسولو او د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.
اسرائیلي یرغلګرو پرون دوشنبه په خان یونس کې پر ناصر روغتون برید کړی، چې د ۵ خبریالانو په شمول ۲۱ کسان پکې شهیدان شوي. وروسته یې یو بل خبریال هم په خان یونس کې شهید کړی دی.
د اسرائیلي رژیم د نسل وژنې په نږدې دوه کلنه جګړه کې پرلهپسې ملکي وګړي، خبریالان او روغتیايي کارکوونکي په نښه شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷۳ فلسطیني خبریالان شهیدان شوي دي.
د دې تر څنګ اسرائیلي یرغلګرو د غزې ښار د بشپړ نیولو د پلان عملي کولو په موخه په دې سیمه کې پراخه پوځي عملیات پيل کړي او نږدې یو میلیون فلسطینیان یې اړ کړي، چې سویل ته کډوال شي.
همدارنګه په غزه کې د کلابندۍ، تحمیل شوې قحطۍ او لوږې له امله فلسطینیان له سخت بشري ناورین سره مخ دي.

