د افغانستان د پراختیايي تګلارې، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی له لوري منظوره شوې، د تطبیق پړاو چارې پیل شوې.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په دې تړاو غونډه جوړه شوې وه، چې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د کابینې غړو ګډون پکې کړی و.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په دې مراسمو کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت پراختیايي تګلاره د شرعي احکامو، علمي معیارونو او د هېواد عیني شرایطو ته په پام له خپلو داخلي ظرفیتونو څخه په ګټې اخیستنې تدوین شوې، چې د هېواد د ملي پراختیا لپاره اساسي موخې او لومړیتوبونه په ګوته کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت ټولو وزارتونو او ادارو پخپل وار د نظام د بنسټ پياوړتیا او د هېواد د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا په برخه کې پراخه ونډه اخیستې ده.
د ملا عبدالغني برادر اخوند په خبره، د هېواد محدودې سرچینې او ورځ تر بلې زیاتېدونکې اړتیاوې ایجابوي، چې ټول امارتي وزارتونه او ادارې اړوند پالیسۍ، پروګرامونه او پروژې د دې سند په رڼا کې ترتیب او عملي کړي، تر څو د ملي منابعو په تخصیص او مصرف کې د لا زیاتې همغږۍ او لومړیتوب ورکولو لامل وګرځي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې د یادې تګلارې د تطبیق لپاره د پروګرامونو جوړولو، د پروژو اولویت بندۍ، قیمت ټاکنه او مؤثره څارنه د ټولو وزارتونو او امارتي بنسټونو ګډ کار او مسولیت دی، چې دوامدارې خپلمنځي همکارۍ ته اړتیا لري، په همدې اساس پوره دقت او پاملرنه باید ورته وشي.
د غونډې په پای کې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د افغانستان پراختیايي تګلارې په اړه د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان پراختیايي تګلاره هغه جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی، چې د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د هېواد د بنسټیزو موخو ترلاسه کولو په پار چمتو شوی او ټولې امارتي سرچینې په یو واحد مسیر رهبري کوي.
د دې مهم سند موخې د اسلامي احکامو پر بنسټ ښه حکومتولي، د سراسري امنیت ټینګښت او د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، کارموندنه او اقتصادي وده دي.
د یاد سند په تطبیق سره به روڼتیا او حساب ورکول او پر نظام به د خلکو او نړیوالې ټولنې باور زیات شي؛ ښوونې او روزنې، روغتیا او نورو بنسټیزو خدمتونو ته به ښه لاسرسی پيدا شي.

