ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاتارستان د نفتو ګازو او کیمیاوي صنعتي فورم کې ګډون وکړ

د کانونو او پټرولیم وزیر ملاهدایت الله بدري د لوړپوړي پلاوي په ملتیا د تاتارستان جمهوریت په رسمي بلنه د یاد هېواد د نفتو، ګازو او کیمیاوي صنعتي فورم کې د ګډون پر مهال وینا وکړه.

ملاهدایت الله بدري د یاد هېواد له رهبرۍ څخه د مننې سربېره یې د دواړو هېوادونو د اړیکو، د افغانستان د نفتو او ګازو د بډایه زېرمو، له یاد هېواد څخه د ټکنالوژۍ د لېږد په اړه خبرې وکړې او همدا راز یې پانګوالو ته بلنه ورکړه تر څو د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي.

نوموړي پلاوي د تاتارستان د رییس جمهور په مشرۍ له لوړ پوړي پلاوي سره د لیدنې په ترڅ کې دواړو لورو خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړل او پرېکړه یې وکړه، چې یوه ګډه تخنیکي کمېټه دې جوړه شي ترڅو د همکاریو زمینه لا پراخه شي.

همداراز د تاتارستان چارواکو ژمنه وکړه، چې د افغان محصلینو لپاره به د تحصیلي بورسونو او د مسلکي ظرفیت لوړولو په برخه کې همکاري کوي.

افغان پلاوي د سفر په ترڅ کې د تات د نفتو دولتي شرکت له مشرتابه پلاوي سره ولیدل، یاد شرکت د افغانستان له اړوندو ادارو سره د تخنیکي همکاریو، د متخصصینو د لېږلو او د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو ډاډ ورکړ.