د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په پینځمه پخپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او د عزیزي انرژي ګروپ شرکت له لوی رییس میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره وکتل.
د دې لیدنې پر مهال میرویس عزیزي د لس زره مېګاواټه پروژې د چارو د پرمختګ راپور د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ته وړاندې کړی دی.
ښاغلي عزیزي ویلي، د هوکړې له لاسلیک وروسته یې خپل ټیمونه د اړوندو وزارتونو د تخنیکي ټیمونو سره یوځای بغلان، بلخ، جوزجان، هرات او بامیان ولایتونو ته لېږلي، چې د تېرو شاوخوا دوو اوونیو په جریان کې یې د یو شمېر پروژو ابتدايي سروې کړې او تخنیکي معلومات یې راټول کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژه یې په درېیو فازونو وېشلې، چې لومړی فاز یې د څلور زره مېګاواټه برېښنا ظرفیت لري.
د عزیزي انرژۍ ګروپ شرکت د مسولینو د معلوماتو له مخې، د لومړي فاز د پروژو عملي چارې به له اړوند وزارتونو او ادارو سره په ګډه ژر پيل شي.
ښاغلي عزیزي په دې اړه خپلې غوښتنې هم د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال او د اړوند وزارتونو او ادارو مسولینو د یادو غوښتنو د پوره کولو پوره اطمینان او ډاډ ورکړی دی.
د غونډې په پای کې د ملا عبدالغني برادر اخوند د لارښوونې پر اساس د اړوند وزارتونو او ادارو او عزیزي انرژي شرکت له استازو څخه ګډه کمېټه جوړه او دنده ورته سپارل شوې، تر څو د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولیدي پروژو د کارونو تعقیب او نظارت وکړي او راپور یې د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت له مقام سره وخت پر وخت شریک کړي.

