ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په اندراګاندي روغتون کې د کوچنیانو د زړه جراحي څانګه پرانیستل شوه

د لومړي ځل لپاره د هېواد په دولتي روغتیایي سکټور کې د ماشومانو د زړه جراحي او هیموډیالیز څانګې پرانیستل شوې.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د اسلامي امارت ګڼو چارواکو او د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، ایمرجنسي بنسټ، سره صلیب او افغاني سرې میاشتې استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر په دې مراسمو کې ویلي، د خوښۍ او ویاړ ځای دی، چې په اندراګاندي د ماشومانو د درملنې په روغتون کې د لومړي ځل لپاره د ماشومانو د زړه جراحي او هیموډیالیز څانګې پرانیستل شوې.

نوموړي زیاته کړې، زه دا اقدام د فوق تخصصي خدمتونو وړاندې کولو پر لور یو لوی او تاریخي ګام ګڼم. دغه‌راز د هېواد روغتیایي ټیم تر دې دمه په دې څانګه کې د زړه جراحي درې بریالي عملیاتونه کړي دي.

د مولوي نورجلال جلالي په خبره، عامې روغتیا وزارت د خپلې ستراتیژۍ پر بنسټ د نویو سیسټمونو په جوړولو، د مسلکي کارکوونکو په روزنه او په پرمختللو تجهیزاتو سره د روغتونونو په سمبالولو کار کړی او نن ورځ د ماشومانو د زړه ناروغیو د درملنې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ویلي، چې نن ورځ موږ په ټول هېواد کې د نویو خدمتونو شاهدان یو او زه د عامې روغتیا وزارت ټولو کارکوونکو او ډاکټرانو ته د دې لویې لاسته راوړنې مبارکي وایم.

د ښاغلي متقي په خبره، د ماشومانو د زړه جراحي په برخه کې لاسته‌راوړنې او پرمختګ د ویاړ خبره ده.

نوموړي پر نړیوالو ادارو غږ کړی، چې بشري مرستې دې په پراختیايي مرستو بدلې کړي، تر څو په هېواد کې زیربناوې او بنسټیز کارونه وشي او زموږ هېوادوال په کور دننه ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.

عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې د اکمال تخصص پروګرام له لارې ډاکټران وروزي او په ټول هېواد کې د زړه جراحي د خلاصو عملیاتونو زمینه برابره کړي.