له امریکا پرته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په یوه ګډه اعلامیه کې په غزه کې د سملاسي، بېقید او شرطه د دايمي اوربند غوښتنه کړې ده.
دغهراز له اسرائیلو هم غوښتل شوي، چې په غزه کې پوځي عملیات ودروي او ژر تر ژره دې د مرستو د لېږد ټول محدودیتونه لرې کړي.
په دې اعلامیه کې، چې امریکا نه ده لاسلیک کړې، د غزې تحمیل شوې لوږه ناروین بلل شوې او ویل شوي، چې له قحطۍ او لوږې څخه د وسلې په توګه کار اخیستل د نړیوالو قوانینو له مخې منع دي.
دا اعلامیه داسې مهال خپرېږي، چې تردې مهاله په غزه کې د لوږې او خوار ځواکۍ له امله د ۱۱۹ ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۳۱۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

