ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د درملو او خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي قانون د پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د درملو، خوراکي توکو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون پلي کولو په موخه د بین الوزارتي هییت د همغږۍ دوهم پړاو غونډه وشوه.

په دې غونډه کې ښاغلي وزیر د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد او د بېلا بېلو امارتي ادارو د مرستیالانو او رییسانو ګډون درلود.

 مولوي نور جلال جلالي ویلي، د درملو، خوراکي توکو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري توشیح شوی، جدي، اړین او خورا مهم دی.

دغه‌راز نوموړي له اړوندو ادارو څخه غوښتي، چې د دې قانون د پلي کولو لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي.

د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد ویلي، موږ د دې قانون د پلي کولو لپاره تطبیقي پلان چمتو کړی او د قانون په رڼا کې مو د هرې ادارې دندې مشخصې کړې دي، ترڅو په اړه یې راتلونکي اجراات تر سره شي.

همداراز نوموړي له همکارو ادارو څخه غوښتي، چې په دې برخه کې له دوی سره بشپړه همکاري وکړي.

ښاغلي زاهد د دې قانون له توشیح وروسته د یادې ادارې د اقداماتو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړي دي.

بل لور ګډونوالو په دې غونډه کې د درملو، خوراکي توکو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق مخنیوي قانون د ښه والي او غوره پلي کولو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک او ژمنه یې کړې، چې دوی به په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره بشپړه همکاري کوي.