د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاتو امر مولوي صدیق الله قریشي ویلي، د دغه ولایت په روداتو، هسکه مېنه او چپرهار ولسوالیو کې سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي، چې تر اوسه پورې پینځه تنه مړه او اته یې نور ټپیان کړي.
نوموړي زیاته کړې، راوتلو سېلابونو زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، لویې لارې او یو شمېر سربندونه له منځه وړي.
د یادونې وړ ده، چې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ټیمونه پر وخت سیمې ته رسېدلي او دا مهال د پېښځپلو د ژغورنې هڅې دوام لري.

