د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي په لسمه نېټه په تخار ولایت کې د تخار سپين زر سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه.
ملا عبدالغني برادر په لومړي سر کې په مشرقي ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ شفا دعا وکړه او د هغوی کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کړ.
نوموړي ځان له زلزله ځپلو کورنیو سره په دې غم کې شریک وباله او ویې ویل، د اسلامي امارت ټول اړوند مسوولین لاس پکار دي او له شته امکاناتو څخه په کار اخیستو یې د پېښې سیمو ته رسېدنه کړې ده.
ورپسې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د تخار ولایت د سپين زر سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو چارو پرانیستغونډې ته وویل، د عامه سکتور ترڅنګ د خصوصي سکتور له لوري په هره کچه پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې مهم جز جوړوي او د افغانستان اسلامي امارت یې ملاتړ کوي.
ښاغلي برادر اخوند په هېواد کې د پانګونې ارزښت ته په اشارې سره وویل، په خدماتي او تولیدي اساساتو کې پانګونه د هېواد د اقتصادي رشد او پراختیا له اساسي عواملو څخه ګڼل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، پانګونه تولیدي ظرفیتونه او صادرات زیاتوي، صنعت ته پراختیا ورکوي، کاري فرصتونه رامنځته کوي او په ټوله کې ورسره د هېواد عاید زیاتیږي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په تخار ولایت کې د دې لوی سوداګریز ښارګوټي جوړېدل مهم وبلل او ویې ویل، چې دا به د هېوادوالو پر اقتصادي او ټولنیزه هوساینه مثبت اغېز ولري.
ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي امارت له لوري ټولو سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به یې په وخت رسېدنه کېږي او په ټولو برخو کې به ورسره اړینه همکاري کوي.
د یادونې وړ ده، چې د تخار ولایت سپين زر سوداګریز ښارګوټي کې د غله جاتو، میوه جاتو، پیاز او کچالو، ساختماني توکو او درملو سوداګریز مارکېټونه په پام کې نیول شوي، چې ټولټال پرې د عامه خصوصي مشارکت له لوري دوه میلیارده ۴۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي.
دغه ښارګوټی په ۶۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې د پینځو مارکېټونو له جملې یې نن د غله جاتو مارکيټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او د پاتې څلورو مارکېټونو د جوړېدو چارې یې پيل شوې.
د تخار ولایت سپين زر سوداګریز ښارګوټی به په ټولیز ډول له دوه زرو زیات دوکانونه ولري، چې زرګونو هېوادوالو ته به کاري زمینه هم برابره کړي.
همداراز ملا عبدالغني برادر اخوند په تخار کې د خصوصي سکټور له لوري د موټرونو د خرڅلاو، موټرونو مینځلو، د نجارۍ دوکانونو او د ساختماني شرکتونو د دفترونو پروژې د جوړېدو چارو پرانیسته هم وکړه. پر دې پروژه ۱۸۰ میلیون افغانۍ پانګونه کېږي.

