د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوی عبدالولی حقاني ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د روغتيا نړيوال سازمان له استازو سره لیدنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت وزارت وایي، د یادې لیدنې موخه د درملو او د هغو مرستو ارزونه ده، چې د روغتيا نړيوال سازمان يې د زلزله ځپلو لپاره برابرول غواړي.
دغه راز په دې لیدنه کې مولوي عبدالولي حقاني او مل تخنیکي ټیم د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو لپاره د اړینو درملو لېست جوړ او د نړيوال روغتيايي سازمان له استازو سره شريک کړ؛ تر څو په روغتونونو او روغتیایي مرکزونو کې د زلزله ځپلو لپاره د اړینو درملو اړتیاوې پوره او د درملو د کمښت ستونزې پېښې نه شي.
همدارنګه مولوی عبدالولی حقاني د روغتیا نړيوال سازمان له استازو څخه د دوامدارو همکاريو له امله مننه وکړه.

