ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ شیر احمد حقاني د اطلاعاتو او کلتور د نوي وزیر په توګه خپله دنده پيل کړه

شیخ شیر احمد حقاني د اطلاعاتو او کلتور د نوي وزیر په توګه کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او خپله دنده یې پيل کړه.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د اطلاعاتو او کلتور مخکیني وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د وزارت مرستیالانو او د یو شمېر ادارو استازو ګډون کړی و.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رییس ویلي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه ټاکنې له شریعي اصولو سره برابري دي. په اسلامي نظام کې مسولین ورسپارل شوی مسولیت ته د امانت په نظر ګوري او هر مسول کوښښ کوي، چې خپل مسولیت په ښه او احسنه توګه ادا کړي.

دغه‌راز په اسلامي نظام کې تغیر او تبدیل او له احکامو پیروي د نظام مهم اصل دی.

ملا خیرالله خیرخواه ویلي، چې د تېرو شاوخوا څلورو کلونو په موده کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بېلابېلو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

نوموړي نوي معرفي شوي وزیر ته د الله تعالی له دربار څخه په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه کړې او د وزارت له کارکوونکو یې غوښتي، چې د چارو ښه ترسره کولو په موخه دې د تېر په څېر له نوي وزیر سره هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

شیخ شیر احمد حقاني د ښاغلي خیرخواه لاسته راوړنې او هڅې ستایلې او ویلي یې دي، د خوښۍ ځای دی، چې د اسلامي امارت ټول مسولین د ولس د خدمت په موخه د چارو په ترسره کولو کې نیک نیت لري او دا مسولیت چې موږ ته سپارل شوی دی، یو لوی امانت دی.

نوموړي د یاد وزارت په ټولو مسولینو او کارکوونکو غږ کړی، چې د اصولو په رڼا کې به په بشپړه ایماندارۍ، صداقت او ژمنتیا سره ولس ته خدمت کوي.

د یادونې وړ ده، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس د لغمان ولایت مخکينی والي شیخ شیر احمد حقاني د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په توګه او د اطلاعاتو او کلتور مخکینی وزیر ملا خیرﷲ خیرخواه د میدان‌وردګ د والي په توګه معرفي شوي دي.