د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په شل اوریزه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه.
د دې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان اتلانو د ۴ لوبغاړو په زیان سره ۱۷۰ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۷۱ هدف وټاکه.
دا د افغان لوبډلې درېیمه پرلهپسې بریا ده.
د افغان لوبډلې په ګټه ابراهیم ځدراڼ ۴۸، رحمنالله ګربز ۴۰، کریم جنت ۲۸ او ګلبدین نایب ۲۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د متحده عربي اماراتو لوبډله د ټاکل شوي هدف په پوره کولو کې پاتې راغله، د پینځو لوبغاړو په زیان او د ټولو اورونو په لوبولو سره یې ۱۶۶ منډې وکړې او د څلورو منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.
دا دویمه لوبه ده، چې افغانستان یې په روانه لوبلړۍ کې له متحده عربي اماراتو څخه ګټي.
افغان اتلانو په لومړۍ لوبه کې د اماراتو لوبډلې ته د ۳۸ منډو په توپير ماتې ورکړې وه.
دا درې اړخیزه لوبلړۍ د افغانستان، پاکستان او کوربه متحده عربي اماراتو تر منځ روانه ده.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له پاکستان سره هم دوې لوبې کړې، چې لومړۍ یې بایللې او په دویمه کې یې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د دې درې اخیزې لوبلړې پایلوبه به سبا (یکشنبه، د وږي ۱۶مه) د افغانستان او پاکستان تر منځ وشي.

