ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ مس‌عینک لوبډلې د لېسټ‌اې سیالیو اتلولي وګټله

د کورني کرېکټ د لېسټ‌اې سترو سیالیو اتم پړاو د مس‌عینک لوبډلې په بریا پای ته ورسېد.

د دې سیالیو پایلوبه کې مس‌عینک او بند امیر لوبډلې مخامخ شوې، چې بند امیر د پچې په ګټلو سره د توپوهنې پرېکړه وکړه.

بند امیر په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي، نورالرحمان او ایجاز احمدزي پرله‌پسې پنځوسیزو پر مټ ۳۱۴ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۳۱۵ منډې هدف وټاکه.

په ځواب کې یې مس‌عینک د شاهد کمال د ۷۷ ناسوځېدلو او د نوید عبید ۶۴ منډو پر مټ په ۴۹م اور کې یاد هدف پوره کړ او د څلورم ځل لپاره یې اتلولي خپله کړه.

فرمان الله ساپی په ۱۱ ویکټو او ۲۱۴ منډو د دې سیالیو غوره لوبغاړی، رحمت شاه په ۴۲۴ منډو مخکښ توپوهونکی او ظاهر خان پکتین په ۲۰ ویکټو غوره توپ‌اچوونکی ونومول شول.

دا ۵۰ اوریزې لوبې، چې ۱۶ ورځې وړاندې د مس‌عینک، بند امیر، بست، سپین‌غر او امو لوبډلو تر منځ پیل شوې وې، له ملي سپورټ څخه په ژوندۍ بڼه خپرې شوې..

دا سیالۍ د افغانستان د کورني کرېکټ سترې سیالۍ دي، چې هر کال د ملي، ملي نولس کلنو، ملي الف او کورني کرېکټ د غوره لوبغاړو تر منځ تر سره کېږي.