ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هندوستان اتم ځل لپاره کرېکټ اسیا جام خپل کړ

اسیا جام کرېکټ سیالۍ د اسیایي هېوادونو تر منځ د اتلولۍ جام دی، چې په دوه کلونو کې یو ځل ترسره کیږي.

دغه سیالۍ لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۴ م کال په اماراتو کې په ۵۰ اوریز شکل کې د هند، پاکستان او سریلانکا تر منځ وشوې. په لومړي پړاو کې هندوستان لومړی، سریلانکا دویم او پاکستان درېیم مقام کې راغی.

سږ کال ۲۰۲۳ کال اسیا جام د سریالانکا او پاکستان په ګډ کوربتوب د افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او نیپال ترمنځ په ۵۰ اوریز شکل کې ترسره شو.

د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالۍ په دوو ګروپونو کې ترسره شوې، چې پاکستان، هندوستان او نیپال په اې ګروپ کې، افغانستان، سریلانکا او بنګله‌دېش په بي ګروپ کې ځای لري.

 د دې سیالیو لومړۍ درې او د سوپر فور پړاو یوه لوبه پاکستان کې وشوه او نورې پاتې لوبې یې په سریلانکا کې ترسره شوې.

دغه سیالۍ په روبین راونډ فارمټ کې وشوې.

 په لومړي پړاو کې هرې لوبډلې په خپل ګروپ کې دوه – دوه لوبې وکړې. له دې پړاو څخه دوه مخکښې لوبډلې سوپر فور پړاو ته لاره پیدا کړه.

 په څلور غوره لوبډلو کې هرې ټیم درې ـ درې لوبې وکړې، چې هندوستان او سریلانکا د نورو په پرتله زیاتې لوبې وګټلې او پایلوبې ته یې لار ومونده.

 پایلوبه د سریلانکا په مرکز ـ کولمبو کې وشوه.

په پایلوبه کې سریلانکا د لوبې پچه وګټله او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، سریلانکا له ټاکلیو ۵۰ اورونو څخه یوازې ۱۵.۲ اورونه ولوبول، د ۱۵.۲ اورونو په لوبولو سره سریلانکا د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره یواز او یوازې ۵۰ منډې وکړای شوې او سیالې لوبډلې ته یې ۵۱ منډې هدف وټاکه.

په لومړۍ پاڼۍ کې هندوستان لپاره محمد سراج په ۷ اورونو کې ۶ ویکټې واخیستې او یوازې ۲۱ منډې یې ورکړې.

په مقابل کې یې هندوستان ټاکل شوی هدف د روهیت شرما او شوب‌منګېل په ګډې ملګرتیا د اووم اور په لومړي توپ سره پوره کړاو سریلانکا ته یې په ۱۰ ویکټو ماته ورکړه.

په دې پایلې سره هندوستان اتم ځل لپاره اسیا جام خپل کور ته یېووړ.

روزي خان خپلواک