ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د قوت الرومي د سرو زرو کمربند څلورم پړاو سراسري سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی رياست اړوند د قوت الرومي ملي فدراسيون له لوري د قوت الرومي د سرو زرو کمربند څلورم پړاو سراسري سيالۍ پيل شوې.

دا سیالۍ د هېواد له لسو ولایتونو څخه د څه باندې ۲۰۰ ورزشکارانو تر منځ کېږي.

په دې سياليو کې به ورزشکاران په درېیو عمري کټګوريو (نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو) کې د يو بل پر وړاندې په تک فايټ ډول ولوبېږي، چې په پای کې به يې غوره څېرې د قوت الرمي راتلونکو سياليو ته ور وپېژندل شي.

د یادو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی ریيس مولوي احمدالله وثيق، یو شمېر مسولینو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینه‌والو ګډون کړی و.

دا سيالۍ د هېواد په کچه د قوت الرمي د غوره څېرو د پېژندلو او د ورزشکارانو تر منځ د يووالي او ورورولۍ په موخه پيل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.