کابل والي شیخ محمد قاسم خالد دUNDP موسسي له مسول فیروز سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د UNDP موسسې مسول کابل کې د خپلو فعالیتونو او پروګرامونو په اړه د کابل والي ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي، چې دغه موسسه د کابل په ښار او ولسوالیو کې د خلکو لاسنیوی او دوی ته خدمات وړاندې کوي او په بېلابېلو برخو کې د هېوادوالو ستونزو د حل په موخه پراختیایي پروژې پلي کوي.
کابل والي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د یادې موسسې فعالیتونه ستایلي او د شته ستونوو د حل ډاډ یې ورکړی.
شیخ محمد قاسم خالد د UNDP موسسې له مسول څخه غوښتنه کړې، چې د کابل ګڼ نفوس په پام کې نیولو سره خپلې مرستې پراخې کړي.
ښاغلي خالد زیاته کړې؛ چې تاسې د افغانانو لپاره بنیادي کار وکړئ، موږ مکلف یو چې بشپړ امنیت مو تامین کړو.
نوموړي د اوبو نشتون ستونزې ته په اشارې سره له یادې موسسې څخه په دې برخه کې د همکاري غوښتنه کړې او د مرستو په برخه کې یې پر پوره شفافیت ټینګار کړی.