ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ د اسیا جام سیالۍ د افغانستان په بري پیل شوې

د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې خپله سیاله هانګ کانګ لوبډله په لوی توپیر له ماتې سره مخ کړه.

 د لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او د توپ‌وهنې پرېکړه یې وکړه.

افغان لوبډلې په ټاګل شویو ۲۰ اورونو کې، د صدیق‌الله اتل د ۷۳، عضمت عمرزي ۵۳ او د محمد نبي د ۳۳ منډو پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.

په دې پاڼۍ کې هانګ‌کانګ لپاره ایوش شوکلا او کنچیت شاه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

پر وړاندې یې هانګ‌کانګ د ټاکل شوي هدف په تعقیب د ۹ لوبغاړو په زیان ټولې ۹۴ منډې وکړې او د ۹۵ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

بلخوا بیا د افغان لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې ګلبدین نایب او فضل الحق فاروقي دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

عظمت الله عمرزی په ۵۳ منډو او یوې ویکټې د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډله به د روانې سېپټمبر میاشتې پر ۱۶مه نېټه له بنګله‌دېش سره مخ شي.