ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قره‌باغ لسوالۍ کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګه پرانیستل شوه

د احصایي او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د کابل ولایت په قره‌باغ ولسوالي کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه، په دغه مراسمو کې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو د انسجام رییس، د قره‌باغ ولسوالۍ مسوولینو، قومي مشرانو او د دې ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو ګډون کړی و.

د قره‌باغ د ولسوال مرستیال محمد عظیم د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له مشرتابه څخه مننه کړې، چې په دې ولسوالۍ کې یې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګه پرانیستله.

نوموړي همدارنګه ډاډ څرګند کړی، چې دوي هڅه کوي دې ته ورته نورې اسانتیاوې هم د قره‌باغ ولسونو لپاره رامنځته کړي.

 ښاغلي محمد عظیم همدارنګه له خلکو غوښتي، چې په دې ولسوالۍ کې له رامنځته شوي فرصت ګټه واخلي او خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.

د احصایي او معلوماتو ملي ادارې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو د انسجام رییس قاري حسیب الله خلیلي د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو اړوند معلومات وړاندې کړي او زیاته کړې یې ده، چې یادې ادارې په ولسوالیو کې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو د پرانیستو پر دوام د کابل په قره‌باغ ولسوالي کې د خلکو د اسانتیاوو لپاره دا څانګه پرانیستله او دا لړۍ به دوام لري.

ښاغلي خلیلي د دې وېش څانګې د جوړېدو په برخه کې د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند چارواکو څخه په مننې ویلي، چې دا څانګه به د کوهدامن د اووه ګونو ولسوالیو (کلکان، استالف، شکردرې، ګل درې، میربچه کوټ، فرزې او قره باغ) خلکو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د قره‌باغ د ولسي شورا رییس حاجي حمدالله اخندزاده په دې ولسوالۍ کې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګې په پرانیستو خوښي څرګنده کړه، زیاته کړې یې ده: “د دې وېش څانګې لپاره ډېر مهم ځای ټاکل شوی قره‌باغ ولسوالي د کابل ولایت یوه له پر نفوسه ولسوالیو څخه ده او ټول ولسونه په دې برخه کې ان شاء الله همکار یو.”

 په قره‌باغ کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې عمومي مدیر محمد هاشم هوتک ویلي؛ دا چې دا ولسونه د الکترونیکي تذکرو د اخیستو په برخه کې له ستونزو سره مخ و د دې وېش څانګې په پرانیستو سره د شاوخوا سېمو خلکو ته ډاډ ورکوو، چې دې څانګې ته په راتلو سره خپلې الکترونیکي تذکرې په اسانۍ سره ترلاسه کولای شي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.