ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ هند د اماراتو لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه

د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې هند لوبډلې خپله سیاله د اماراتو لوبډله په لوی توپیر له ماتې سره مخ کړه.

 د لوبې پچه هندي لوبډلمشر سوریا کومار یادف وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

اماراتو لوبډلې په  ۱۳ اورونو کې، د علي شان شرفو د ۲۲  او د محمد وسیم د ۱۹ منډو پر مټ د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۵۸ منډو هدف وټاکه.

په یاده پاڼۍ کې د هند لپاره کلدیف یادف څلور او شیوم ډوبې درې ویکټې واخیستې.

د هند لوبډلې ټاکل شوی هدف د یو لوبغاړي په زیان سره د لوبې په پینځم اور کې ترلاسه  او په نهو ویکټو یې سیالې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

دغه‌راز د اماراتو لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې یوازې جنید صدیقي په یوې ویکټې اخیستلو بریالی شو .

کلدیف یادف د څلورو ویکټو په اخیستو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.