د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ټاکل شوې چې د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني نن جمعه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو سره لیدنه او خبرې وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې، داسې تمه کېږي، چې پر قطر د اسرائیلو وروستی برید او غزه کې د اوربند خبرو اترو وضعیت به د دې لیدنې اصلي موخه وي.
ورته مهال پولیتیکو ورځپاڼې ویلي، کېدای شي د قطر لومړی وزیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم لیدنه او خبرې وکړي.

