ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د طوطي میدان د ګازي ساحو د څېړنې او استخراج پروژې چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې پر ۲۳مه نېټه د طوطي میدان د ګازي ساحو د څېړنې او استخراج پروژې د عملي چارو په پرانیست‌غونډه کې ګډون وکړ.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د دغه ګازي ساحو د عملي چارو پيل د پانګونې په برخه کې مهم ګام بللی او ویلي یې دي، په داسې لویو او مهمو پروژو کې پانګونه ټولو هېوادونو او پانګوالو ته واضح پیغام ورکوي، چې په افغانستان کې امنیت تأمین او د هر ډول پانګونو لپاره ښه زمینه مساعده ده.

د هغه په خبره، د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست له مخې د ممکنه اسانتیاوو په برابرولو سره ټولو بالقوه پانګوالو ته ښه راغلاست وايي او ملاتړ یې کوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې، په دې سره به زیات شمېر هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر، په کور دننه به د ګازو اړتیا تر ډېره حده پوره، په وارداتي ګازو او برېښنا به د هېواد تکیه راکمه او په تدریجي توګه به بهر ته د ګازو د صادرولو زمینه مساعده شي.

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال په خبره، په دې سره به د سوداګرۍ انډول تر یوې کچې برابر او په لویه کې به د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي یو ځل بیا پر ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو او سوداګرو غږ کړی، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د دې هېواد له نسبي مزیتونو ګټه واخلي.

په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند د طوطي میدان ګازي ساحو د څېړنې او استخراج له قراردادي شرکت څخه غوښتي، چې خپل کارونه د ټولو معیارونو او اصولو په پام کې نیولو سره په ښه ډول ترسره کړي.