ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سړو خونو جوړولو پانګوالو ته پینځه کلن مالياتي معافيت ورکول کېږي

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کميسیون غونډه کې د غزني ولايت په مرکز کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر ځمکه د سړې خونې او کارخانو د جوړولو طرحه تاييد شوه.

د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې افغانستان يو کرنيز هېواد دی، خو د سړو خونو د نشتوالي او ګاونډیو له لوري پر کرنيزو محصولاتو موسمي تعرفو لوړولو او سوداګریزو لارو بندولو یې ملي اقتصاد، کرنېر محصولات او بزکران له مالي زیانونو سره مخ کړي.

د یاد معاونیت په وینا، د يادو ستونزو د مخنیوي په موخه هر هغه شرکت يا انفرادي متشبث چې د سړو خونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي، پینځه کلن مالياتي معافيت ورکول کېږي.