د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطا الله عمري بلخ ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت کرنې ریاست له کارکوونکو سره لیدلي او دوی ته یې د کرنې وزارت کاري لومړیتوبونه تشریح کړې.
د کرنې سرپریت وزیر د دې وزارت مسولیتونو په اړه خبرې کړې او په پنځو برخو لکه؛ د کرنې او مالدارۍ پراختیا، اوبولګولو، د ځمکې او طبیعي سرچینو مدیریت په برخه کې یې د دغه وزارت مسولیتونه تشریح کړې او زیاته کړې یې ده، چې له بهرني اشغال او تجاوز څخه خلاص شوی یو، د خوراکي توکو په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدل ستاسو د کرنې د کارکوونکو مسوولیت دی.
دغه راز نوموړي ویلي، چې د خوراکي توکو واردولو په موخه زموږ سوداګر ګاونډیو هېوادونو ته ځي خلک بهرنیو خوراکي توکو ته اړ دي، راځئ چې له دې فقر او بې وزلۍ څخه د خلاصون هڅه وکړو، موږ باید په ګډه کار وکړو چې له دې مسلې څخه راووځو او ۴۰ کلن ټپونو باندي د مرهم نوې پټۍ ولګوو.
سرپرست وزیر د کرنې سکټور د لومړیتوبونو د پېژندلو په موخه د یوې رسالې په جوړولو ټینګار کړی؛ چې خلکو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو څرنګوالی او د دې سکټور پرمختګ پکې شامل وي او دغه راز یې د کرنې له کارکوونکو څخه غوښتي، چې د هغې محتوا له خلکو سره شریکه کړي، د ځمکو پېژندنه او تثبیت، د څارویو دنسل اصلاح، د ځمکې لاندې او سطحي اوبو مدیریت، د اصلاح شویو تخمونو وېش، کروندګرو او مالدارانو ته پوهاوی ورکول او له دوی سره مفاهمه ، د ځنګلونو او ونو اصلاح، د ناروغیو او آفتونو کنټرول، څیړنه او ترویج، د څارویو روغتیا، د غلودانو، مېوو او سبو زیاتوالی او د ځمکې د ځانګړتياوو پېژندنه زموږ او ستاسو اصلي دنده ده او هېواد ستاسو په پلان، عزم، مديريت او نوښت سره جوړېږي او هغه بزګران چې ډېر کار کوي بايد ډېر حاصل تر لاسه کړي.