د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس شیخ نیک محمد افغاني په مشرۍ د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې په کې څو تنه ټپیان شوي وو، حل او دواړه لوري سولې ته راوګرځول شول.
همداراز د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولینو د ځايي سپینږیرو او علماوو په همکارۍ په مزارشریف ښار کې د څو کورنیو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو له امله راپورته شوي جنجالونه هوار کړل او ښکېل لوري یې ورورولۍ ته راوبلل.
په ورته مهال، د کونړ ولایت په کرهاله سیمه کې د دې ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس د هغو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وکړه، چې څه موده وړاندې یې ترمنځ وهل ټکول شوي وو او ژورې ستونزې یې راپورته کړې وې، د مسوولینو په منځګړیتوب ښکېل لوري له تاوتریخوالي راوګرځول شول او سولهییز ژوند یې پيل کړ.

