د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند دعامه کتابتونونو ریاست له لوري د خصوصي پوهنتونونو ریاست په همکارۍ د کتاب دارۍ بنسټونو د پیژندنې په نوم د ۲۵ خصوصي پوهنتونونو د کتابتونونو د مسوولينو ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، دغه پروګرام د کتابتونونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه پیل شوی او په دې پروګرام کې د کتاب دارۍ دبنسټونه، لړلیک لیکل، درجهبندي، کتابتونونو کې په کتابونو د لیبل لګول، د کتاب دارۍ اخلاق او مسولیتونه تدرسیږي.
د عامه کتابتونونو رییس دوکتور رفیعالله صمیم د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دا مهال په ټول هېواد کې ۱۰۵ عامه دولتي کتابتونونه او لسګونه نور خصوصي کتابتونونه فعال دي.
دغهراز نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې له دغه روزنیز پروګرام څخه ښه ګته واخلئ.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست تر دې وړاندې هم د کتابتونونو د مسوولینو لپاره شپږ ورځنی روزنیز سمینار جوړ کړی و.

