ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اورانوس د ودونو تالار ساحه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مارکیټ ته ځانګړې کیږي

د ریاست‌الوزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د اورانوس د ودونو تالار او پارکینګ شته تړونونه دې لغوه او یاده ساحه دې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مارکیټ ته ځانګړې شي.

اقتصادي معاونیت وایي، دغه پرېکړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري تایید شوې ده.

د اقتصادي معاونیت د دې ترڅنګ په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د خلیج او ممتاز محل د ودونو تالارونه دی، د قراردادونو د مودې تر پای ته رسېدو وروسته د کابل ښاروالۍ د اصولو سره سم عمل وکړي.

 د دې سربېره نظیف مارکیټ، د علا‌الدین درې لارې د تېلو ټانک او ظاهري شاهي مارکیټ ازادي داوطلبۍ ته وړاندې شوي او اوس‌مهال یې کرایه له نویو مستجرینو اخیستل کېږي.