د ملګرو ملتونو د څېړنو کمېسیون له نږدې دوه کلنې جګړې وروسته ویلي، چې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو جګړه نسلوژنه ده.
یاد کمېسیون پخپل نوي راپور کې زیاته کړې، داسې معقول دلایل یې موندلي، چې پر بنسټ یې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو جګړه نسلوژنه ګڼل کېږي.
د یاد کمیسیون مشرې ناوي پیلي الجزیرې ته ویلي، چې د اسرائیلي رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو، پخوانی دفاع وزیر یوف ګالنټ او ولسمشر اسحاق هرزوګ په شمول د صهیونیستي رژیم مشران د دې نسلوژنې مسول دي.
د راپور موندنې ښيي، کمېسیون دې پایلې ته رسېدلی، چې اسرائیلي چارواکي او عسکر په غزه تړانګه کې په بشپړ یا جزوي توګه د فلسطینیانو د له منځه وړلو اراده لري.
دا لومړی ځل نه دی، چې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو کړنې په رسمي ډول نسلوژنه ګڼل کېږي.
په ۲۰۲۳ کې هم سویلي افریقا د عدالت په نړیواله محکمه کې د اسرائیلي رژیم پر ضد قضیه پرانیستې وه او ویلي یې وو، چې صهیونیستي یرغلګر په غزه کې نسلوژنه کوي. دا قضیه لا هم روانه ده.
په اپریل میاشت کې د بښنې نړیوال سازمان موندلې وه، چې اسرائیل په غزه کې د فلسطینیانو د له منځه وړلو په موخه په ژوندۍ بڼه نسلوژنه کوي.
په راپور کې دغهراز ویل شوي، چې اسرائیلي عسکرو په قصدي ډول د پراخه اغیز لرونکو مهماتو په کارولو سره په غزه کې ملکي وګړي وژلي دي.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر له میاشتې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د ځمکنیو او هوايي بریدونو له امله ۶۴ زره او ۹۶۴ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۵ زره او ۳۱۲ نور ټپيان شوي دي.
یاد کمېسیون له اسرائیلي رژیم غوښتي، تر څو بشپړ او دایمي اوربند وکړي، د ملګرو ملتونو ټولو ډلو ته غزې ته د بشپړ لاسرسي اجازه ورکړي، په غزه کې د لوږې پالیسي پای ته ورسوي او د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د غزې بشري بنسټ (جياچاف) سیسټم، چې زرګونه فلسطینیان پکې شهیدان او ټپيان شوي، پای ته ورسوي.
همدارنګه له صهیونیستي رژیم څخه یې غوښتنه کړې، تر څو کمېسیون ته اجازه ورکړي، چې د ختیځ بیتالمقدس په شمول په اشغال شوي فلسطین کې خپلو څېړنو او تحقیقاتو ته ادامه ورکړي.

