د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون له لوري د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پاليسي تاييد او د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالى له لوري منظوره شوه.
دغه پالیسي (پر اسلامي اقتصادي نظام ولاړ پر مختللی او سوکاله افغانستان) لیدلوری او (د پانګونې د جذب او پراختیا لپاره د مناسب چاپېریال را منځته کول؛ د کورنیو تولیداتو او صادراتو زیاتول؛ د اشتغال کچې لورول او د بېوزلۍ کمول؛ پایداره اقتصادي پراختیا او وده؛ د اقتصادي ثبات، سوکالۍ او اسلامي ټولنیز عدالت ټینګښت) موخې لري.
اقتصادي پالیسي به د هېواد د اقتصادي فعاليتونو په همغږي کولو، له منابعو څخه د غوره ګټې اخيستنې او د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې مهم رول ولري.

