نوموتي امریکایي سناتور برني سندرز په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو جګړه نسلوژنه بللې او یو ځل بیا یې غوښتنه کړې، چې “واشنګټن دې د فلسطینیانو په عامه وژنه کې د اسرائیلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.”
برني سندرز د ملګرو ملتونو د څېړنو د کمېسیون له راپور -چې په غزه کې یې د اسرائیلي یرغلګرو جګړه نسلوژنه بللې وه- یوه ورځ وروسته پرون(چهارشنبه) د یوې بیانیې په خپرولو سره دا څرګندونې کړې دي.
یاد امریکايي سناتور د اسرائیلي رژیم د چارواکو د هغو څرګندونو یادونه هم کړې، چې د غزې د ویجاړولو او له منځه وړلو غوښتنه پکې شوې ده. دغهراز په غزه کې د شهیدانو د شمېر زیاتوالي او پراخه قحطۍ ته یې هم اشاره کړې ده.
سندرز ویلي: “موخه روښانه ده. پایلې نشي ردېدای. اسرائیل په غزه کې نسلوژنه کوي.”
دا لومړی امریکايي سناتور دی، چې په غزه کې یې د صهیونیستي یرغلګرو کړنې نسلوژنه بللې ده، حال دا چې مخکې د امریکا د استازو جرګې ګڼو غړو هم دا اقدام کړی و.
یاد امریکایي سناتور پر خپله ویبپاڼه لیکلي، چې اسرائیلو په تېرو دوو کلونو کې د فلسطیني وګړو پر وړاندې هر اړخیزه جګړه پیل کړې ده.

