ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په کاپيسا کې دناسمو رواجونو د مخنیوي په پار کلتوري غونډه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د کاپيسا ولایت په مرکز کې  یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري دبدو رواجونو دمخنیوي په پار دعالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري دصادرشوي فرمان  د ۱۷م ګڼه فرمان په تړاو ستره  غونډه جوړه شوه.

په دې په دې غونډه کې مولوي عتیق‌الله عزیزي، کاپيسا ولایت مرستیال شیخ اسد الله سنان، اطلاعاتو او کلتور رییس، د کاپيسا ولسونو، علماوو، لیکوالانو، استادانو، ادیبانو او خبریالانو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي ویلي، چې د اسلامي امارت د زعیم، عالیقدر امیرالمؤمنین ټول فرامین د شریعت له مخې صادرېږي او د ټولنې د اصلاح لپاره ځانګړی ارزښت لري.

ښاغلي عزیزي په خپلو خبرو کې د یووالي او اتحاد پر ارزښت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د ټولنې پرمختګ یوازې د مسلمانانو په خپلمنځي همکارۍ، یووالي او ورورولۍ کې نغښتی دی.

دغه‌راز نوموړي د امیرالمؤمنین د یاد فرمان پلي کول د ټولنې د اصلاح، د ناسمو دودونو د له منځه وړلو، د کورنیو د سوکالۍ او د راتلونکي نسل د سالم روزنې لپاره اړین ګڼلی دی.

مولوي عتیق‌الله عزیزي ویلي، په ټولنه کې داسې ناوړه دودونه شته، چې نه یوازې شرعي بنسټ نه لري، بلکې د خلکو تر منځ شخړې او ستونزې هم زیاتوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې ډول کړنو له منځه وړل د هر مسلمان دنده ده او باید پر ځای یې د اسلامي اخلاقو، ورورولۍ او یووالي فرهنګ ته وده ورکړل شي.

همدارنګه د کاپيسا ولایت مرستیال شیخ اسد الله سنان ويلي، د یاد ولایت قومونه او ولسونه د زړه له تله د عالیقدر امیرالمؤمنین د ورستي فرمان ملاتړ کوي او همدا فرمان د شرعیت او خپل اصیل کلتور جز او برخه ګڼي او زیاته کړې یې ده، چې د ولسونو یووالی د ټولنې د سمون کیلي دی.

نوموړي د کاپيسا له علماوو، قومي مشرانو او فرهنګي څېرو غوښتي، چې د یاد فرمان د عملي کولو په برخه کې خلکو ته پوهاوی ورکړي.

د غونډې په دوام د کاپيسا اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي کریم الله ثاقب او د کلتور او هنر معینیت اړوند د خلکو او فرهنګ رییس مولوي سیف‌الرحمن محمدي سربېره د پوهنتون استادانو او د ولس استازو هم خبرې کړې دي. دوی د فرمان بشپړ ملاتړ څرګند کړی او ژمنه یې کړې دی، چې د خپلو ټولنو په کچه به د ناوړو دودونو د له منځه وړلو او د اسلامي ارزښتونو د ترویج لپاره کار کوي.