د روغتیا نړیوال سازمان د ګوزڼ نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی، چې افغانستان د پخوا په پرتله د دې ناروغۍ محوه کېدو ته نږدې شوی.
افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې تر اوسه د ګوزڼ ناروغیو په له منځه وړلو نه دي بریالي شوي.
په روان میلادي کال کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرنې په اساس په ۲۰۲۰ میلادي کال کې افغانستان کې د پولیو ۵۶ پېښې ثبت شوې وې، خو په ۲۰۲۱ کې دا پېښې څلورو ته راټیټې شوې.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې افغانستان د ګوزڼ محوه کولو ته ښه فرصت لري.