ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سعودي عربستان له یمن سره ۳۶۸ میلیونه ډالر مرسته کوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې سعودي عربستان له یمن سره شاوخوا ۱.۳۸ میلیارده ریال (۳۶۸ میلیونه ډالر) مرسته کوي.

د راپور له مخې، دغه تازه مالي مرسته د یمن لپاره د سعودي عربستان د پراختیا او بیارغونې پروګرام له لارې د دولتي بودیجې د ملاتړ په موخه یاد هېواد ته ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم سعودي عربستان یمن ته میلیاردونه ډالر د مرستې او پور په ډول ورکړي دي.