ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د دارالامان ماڼۍ تر شاه دیپلوماتیک ښار ګوټی جوړول ستراتېژیک اهمیت لري

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني د بهرنیو چارو وزارت د اداري ریاست امنیتي مرستیال مهندس عبدالجلیل رحمتي سره لیدنه کړې.

 په دغه ناسته کې، د کابل ښار دارالامان ماڼۍ ترڅنګ د دیپلوماتیک ښارګوټي جوړولو په اړه خبرې شوي.

 د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال ویلي، دا مهمه ده چې افغانستان کې په نړیوالو معیارونو برابر دیپلوماتیک ښارګوټی جوړ شي.

نوموړي زیاته کړې، د یاد ښارګوټي په جوړېدو سره به نړیوالو ته ثابته شي، چې د اسلامي امارت د بهرنیو هېوادونو دیپلوماتو ته مناسبه زمینه برابروي او له دغې لارې به له نړۍ سره دوه اړخیزې اړیکې ولري.

 شیخ مدارعلي کریمي بامیاني ویلي، د یاد ښارګوټي له پلان جوړلو تر جواز ورکولو پورې ټولې چارې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند کېږي، خو د رغولو، قانوني اسنادو او نورو چارو سرته رسولو په موخه اړینه ده چې د اړوندو ادارو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه شي، تر څو یې د ستونزو په حل کې په وخت او لازم اقدام وکړي.

 د بهرنیو چارو وزارت د اداري ریاست امنیتي مرستیال مهندس عبدالجلیل رحمتي ویلي، دا چې یاد دیپلوماتیک ښارګوټی په ملي او نړیواله کچه مهم او ارزښت لرونکی دی، نو اړینه ده چې لومړني کارونه یې پیل او ستونزې یې حل شي.

 نوموړي د کور او ښار جوړولو وزارت له مسولینو غوښتنه کړې، چې په دغه برخه کې د بهرنیو چارو وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

 ټاکل شوې وه، چې یاد دیپلوماتیک ښارګوټی د ۱۳۹۲ کال د وخت مصوبې پر اساس د کابل دارالامان ماڼۍ ترڅنګ په ۳۵۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي، خو د بېلا بېلو دلایلو له کبله یې ټول موضوعات په ټپه ولاړ وو.