ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسوده تایید شوه

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبد الغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمريز كال د سنبلي مياشتې پر ۲۹ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

دې غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هر اړخیز بحث وروسته تایید شوه.

د دې پالیسۍ موخه د ملي او نړیوالو معیارونو پر اساس د معدني موادو پروسس ته زمینه برابرول، په هېواد کې دننه د معدني موادو د پروسس په برخه کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونی جذب، د اړوند ادارو تر منځ د معدني موادو د پروسس او صادراتو لپاره د ښې همغږۍ را منځته کول، د سیمې او نړی بازارونو ته د معدني موادو د سوداګرو اسانه لاسرسی او په هېواد کې د کاري فرصتونو را منځته کول دي.

همداراز دې غونډې ته د هېواد په مهمو بندرونو کې د لابراتواري کمپلکس طرحې د څېړلو په موخه د ټاکل شوې کمېتې راپور هم وراندی شو، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته تایید شو.

په دغه لابراتواري کمپلکس کې د ۹ وزارتونو او ادارو لپاره تاسیسات په نظر کې نیول شوي او هر لابراتوار به په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي.

د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې پر یو شمېر نورو موضوعاتو هم بحث وشو، چې په اړه یې لازم تصمیمونه ونيول شول.

یادې پرېکړې د نهايي تصميم په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالى دفتر ته واستول شوې.