د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي حمدالله نعماني او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني د ګډو همکاریو هوکړې لاسلیک کړې.
په دې هوکړو کې احصایې ملي ادارې ته د مخابراتو وزارت په ملي ډیټا سنټر کې د برېښنايي پېژند پاڼو د سرورونو او نورو تخنیکي وسایلو د کولوکیشن خدماتو وړاندې کول، د تولد کارتونو جوړولو سیسټم د هاسټ کولو او د ګودام دارۍ لپاره د سیسټم جوړول شامل دي.
د یادو هوکړو له مخې به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په ملي ډیټا سنټر کې د احصایې ملي ادارې برېښنايي پیژندپاڼو اړوند ټولو سرورونو او نورو تخنیکي وسایلو د کولوکیشن او تولد کارتونو لپاره د سیسټم د هاسټ کولو خدمات وړاندې کېږي، چې له مخې به یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت احصایې ملي ادارې ته د ګودامدارۍ یو پرمختللی سیسټم جوړوي او د توکو او اجناسو د کټګوریو ثبت، د سریال نمبرونو تعینول، د توکو د ځانګړنو او ډولونوثبت، د ویشل شویو او پاتې توکو تعداد او ورته نورې مهمې ځانګړنې لري.

