ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل طبي علومو له پوهنتون څخه له ۲۰۰ ډېر روغتیاپالان فارغ شول

لوړو زده‌کړو وزارت وایي، چې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په شتون کې د کابل طبي علومو پوهنتون له درېیو څانګو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ ۲۱۴ روغتیاپالان فارغ شول.

د لوړو زده‌کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال شیخ عبدالله سیحان له فارغو روغتیاپالانو غوښتي، چې د هېواد د اقتصادي شرایطو مطابق خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي حمدالله نعماني له فارغانو غوښتي، چې د زده‌کړو نیت یوازې د انسانانو خدمت وګرځوي.

د لوړو زده‌ وزارت په وینا، په دې دوره کې ۶۵ تنه د عامې روغتیا، ۴۳ تنه د نرسنګ او ۱۰۶ تنه د روغتیایي متمم له څانګو فارغ شول.