د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت تخنیکي ټیم د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې پر ۲۶مه نېټه له قمبر څلورلارې تر خیرخانې کوتل د غځېدلي سړک چارې له نږدې څارلې.
یاد ټیم د کابل ښاروالۍ له لوري د دې پروژې د شویو کارونو ستاینه کړې او دا پروژه یې د ښاري ترانسپورټ د تنظیم او ښاري پراختیا په برخه کې مهمه بللې ده.
د کابل ښاروالۍ مسولینو د اقتصادي معاونیت تخنیکي ټیم ته ډاډ ورکړی، چې د دې سړک پاتې چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به یې وسپاري.
د کابل ښاروالۍ مسولینو ویلي، چې د دې پروژې لپاره دوی ته د قرارداد مطابق یو کال او اته میاشتې وخت ورکړل شوی او د قرارداد موده لا څلور میاشتې پاتې ده.
د دوی په خبره، له پلان سره سم به په دې څلورو میاشتو کې د پروژې ټولې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به یې وسپاري.
له قمبر څلورلارې تر خیرخانې کوتل غځېدلی سړک ۷.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، چې اوسمهال یې ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
دغه سړک د تګ راتګ لپاره دوه اساسي سړکونه، دواړو لورو ته یې پلې لارې او لښتي، ګلدانونه، ترافیکي نښې او د یوه معیاري سړک ټولې ځانګړنې لري.
د یاد سړک په جوړېدو سره د کابل ښار په شمالي سیمه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ راکمه شوې، له شمالي ولایتونو څخه د سوداګریزو توکو باروړونکو او مسافر وړونکو موټرونو ته د پام وړ سهولتونه رامنځته شوي او ترافیکې پېښې کمې شوې دي.
پر دې سړک ۴۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د کابل ښاروالۍ له بودیجې ورکړل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک چارې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې پر اتمه نېټه د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شوې دي.

