ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نورالدین عزیزي خصوصي سکټور ته د فعالیت جواز ورکولو برخې ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي خصوصي سکټور ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه د صنعت او سوداګرۍ له ولایتي رییسانو سره انلاین غونډه کړې ده.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې ناسته کې د هغو شرکتونو په اړه چې د کار جواز نه لري، د عوایدو راټولولو مرکزونو، خصوصي سکټور ته د اسانتیاوو برابرولو او یو شمېر نورو اړوند مسایلو په تړاو خبرې شوې دي.

نورالدین عزیزی په دې ناسته کې د خصوصي سکټور پر قانوني فعالیتونو ټینګار کړی او ولایتي رییسانو ته یې لارښوونه کړې، چې خصوصي سکټور ته د فعالیت جواز ورکولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.