ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هرات کې د څه باندې ۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره ۱۰ نورې کارخونې پرانیستل شوې

د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، چې د دې ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د څه‌باندې ۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره ۱۰ نوې تولیدي کارخونې پرانیستل شوې.

دغه کارخونې به د درملو، طبي توکو، خوراکي توکو او د ښېښې پشم د تولید په برخو کې فعالیت کوي.

د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار د نویو کارخونو د کار د پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د نویو کارخونو په فعالېدو سره سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابرېدلای شي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې مرستیال عبدالناصر امین ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دې ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د کارخونو شمېر له ۱۲۰ څخه یو زرو او ۱۷۰ ته لوړ شوی دی.