ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۹ اسلامي هېوادونو له مشرانو سره د ټرمپ ناسته؛ د غزې د کړکېچ حل او له جګړې وروسته د شرایطو ارزونه وشوه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اتیایمې غونډې په څنډه کې د ۹ اسلامي هېوادونو له مشرانو سره له جګړې وروسته د غزې د راتلونکې په تړاو خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، اردن، ترکیې، اندونیزیا او پاکستان مشرانو ګډون کړی و.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، ټرمپ په دې ناسته کې هغه طرحه وړاندې کړې، چې اصلي محور یې د غزې د کړکېچ حل، له غزې تړانګې څحه د صهیونیستي رژیم د عسکرو تدریجي وتل او د سیمه‌ییزو هېوادونو ګډو ځواکونو ته د غزې د امنیت سپارل دي.

د امریکا ولسمشر دغه راز له اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د غزې د بیارغونې لپاره پراخې مالي مرستې ځانګړې کړي.