د ایران مذهبي مشر سید علي خامنهيي پخپله تازه وینا کې ویلي، چې په اوسنیو حالاتو کې له امریکا سره خبرې هیڅ ګټه نه لري، بلکې د ایران لپاره به ستر زیانونه ولري.
نوموړي زیاته کړې، امریکا د تهران د اټومي فعالیتونو او د یورانیمو غني کولو د پروګرام د بندولو غوښتونکې ده، چې دا خبرې نه، بلکې د واشنګټن د غوښتنو تحمیلول دي.
سید علي خامنهیي دغه څرګندونې داسې مهال کړي، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون په موخه د امریکا نیویارک ښار ته تللی دی.
د یادونې وړ ده، چې ایران او امریکا د تهران د اټومي پروګرام په تړاو پینځه پړاوه غیرې مستقیمې خبرې اترې کړې دي.
د دواړو تر منځ شپږم پړاو مذاکرات پر ایران د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیل وروسته وځنډېدل، چې لا یې هم د پيل کوم څرک نه تر سترګو کېږي.
ایران د اسرائیلو په بریدونو کې امریکا پر لاس لرلو تورنه کړې وه او د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې اسماعیل بقایي ویلي وو: “د تېري کوونکي تر ټولو ستر ملاتړي او ملګري سره خبرې اترې بېمانا دي.”
د ایران او اسرائیلي رژیم د جګړې په جریان کې امریکا هم د ایران پر درېیو اټومي سایټونو (فوردو، نطنز او اصفهان) بریدونه وکړل او د هغوی د له منځه وړلو ادعا یې وکړه.
ایران هم په ځوابي برید کې د قطر پر العدید امریکايي اډه برید وکړ. بالاخره د ښکېلو اړخونو له لوري د روان زېږدیز کال د جون پر ۲۴مه اوربند وشو.

