ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترکیې ولسمشر: په غزه کې باید د سملاسي اوربند تر څنګ بشري مرستې پیل شي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي غونډه کې ویلي، چې په غزه کې باید د سملاسي اوربند تر څنګ بشري مرستې پیل شي.

نوموړي اسرائیل د سیمه‌ییز امنیت لپاره ګواښ بللی او ویلي یې دي، چې پر غزه سربېره یې پر لبنان، ایران، یمن، سوریه او قطر هم بریدونه کړي دي.

ښاغلي اردوغان زیاته کړې: “په غزه کې د نسل‌وژنې له ۷۰۰ ډېرې ورځې تېرېږي، چې اسرائیل ملکي وګړي وژني او تر اوسه یې ۶۵ زره کسان وژلي دي.”

د ترکیې ولسمشر په غزه کې پر سملاسي اوربند ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ژر تر ژره باید بشري مرستې پیل شي.

د دې تر څنګ یې د غزې د نسل‌وژنې د عاملینو د حساب ورکولو غوښتنه کړې او ټینګار کړی، چې که هر څوک چوپ پاتې کېږي، په دې وحشت کې شریک دي.

د دې تر څنګ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چې په غزه کې باید سملاسي جګړه ودرول شي.

نوموړي ادعا کړې، چې په دې تړاګه کې د اوربند د ټینګښت په موخه پر جدي هلو ځلو بوخت دی.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا له لوري څو ځله د ملګرو ملتونو په ناستو کې د غزې د اوربند پرېکړه‌لیک ویټو شوی هم دی.

د ملګرو ملتونو ۸۰یمه کلنۍ عمومي غونډه پرون (سې‌شنبه، د تلې لومړۍ نېټه) د امریکا په نیویارک کې وشوه.

د دې غونډې ډېری ګډونوالو د غزې د کړکېچ او بشري ناورین د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش هم په غزه کې د تلپاتې اوربند، د بشري مرستو د زیاتوالي او د فلسطینیانو د لوږې او وژنې د پای ته رسولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.