د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو په وروستۍ لوبه کې میانمار هیواد ته د “۸-۰” ګولونو په ستر توپیر ماتې ورکړه او د یاد جام سیالیو ته یې لاره ومونده.
د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام سیالۍ به د دې هېواد په کوربتوب د ۱۶ هېوادونو په ګډون وشي.
د فوټسال ملي لوبدلې د دې سیالیو پخپله لومړۍ لوبه کې سیالې لوبډلې مالدیف ته هم د ” ۱۰ – ۱” ګولونو په ستر توپیر ماتې ورکړې وه.
د یادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ د ۳۱ هېوادونو په ګډون په اتو ګروپونو کې د میانمار هېواد په یانګون ښار کې د روانې میلادي میاشتې په ۲۰مه پیل شوې وې او پرون ( چهار شنبه، د سپټمبر ۲۴ مه) پای ته ورسېدې.

