ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هرات د ستر جامع جومات د پارک د بیا رغونې چارې پیل شوې

د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، چې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې(ټیکا) له لوري د هرات د والي شیخ مولانا اسلام‌جار او د ترکیې سفیر جِنک اونال په شتون کې د هرات د ستر جامع جومات د پارک د بیا رغونې چارې پیل شوې.

شیخ مولانا اسلام‌جار د ستر جامع جومات د پارک بیا رغونه د دې تاریخي او سپېڅلي جومات د ښکلا لپاره یوه مهمه اړتیا بللې ده.

ورته مهال د ترکیې سفیر ټینګار کړی، چې هېواد یې د افغانستان کلتوري، علمي او تاریخي ځایونو د بیا رغونې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د ټیکا رییس ویلي، چې د دې پارک د بیا رغونې په پروژه کې د ډبرو په وسیله د ځمکې فرش کول، د څراغونو نصب، د شنو ساحو جوړول او د ونو او زینتي ګلانو کښت شامل دي.