ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصاد وزیر د یونیسف له رییس سره راستنېدونکو ته د اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق(یونیسف) له رییس ډاکټر تاج الدین اوېلا سره په لیدنه کې راستنېدونکو کډوالو ته د اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.

نوموړي په دې کتنه کې د یاد بنسټ لخوا له افغانانو سره د دوامداره مرستو مننه کړې او اړمنو ته یې د خدماتو رسولو د ښه‌والي او د تورخم په عمري پنډغالي کې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه د کارکوونکو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

ورته مهال د یونیسف رییس د همکاریو د دوام او اړمنو سره د بشري مرستو د کولو ډاډ ورکړی دی.