د راپورونو پر بنسټ، د پاریس محکمې د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سارکوزي په ۲۰۰۷ کال په ټاکنیز کمپاین کې د لیبیا د ملاتړ له امله په پینځه کلن بند محکوم شوی دی.
د محکمې د پرېکړې پر بنسټ، نوموړی به تر وروستۍ پرېکړې په زندان کې وي.
نیکولا سارکوزي هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې په ۲۰۰۵ کال کې چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر و، له معمر قذافي سره تړون کړی و، تر څو د ولسمشرۍ په ټاکنیز کمپاین کې د خپل ولسمشر مالي ملاتړ وکړي او په بدل کې به یې له لیبیا په نړیواله کچه ملاتړ کوي.

