اذربایجان تازه په تازه د قره باغ په لوړو کې د “ترهګرۍ ضد” عملیاتو د پیل خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دغه عملیات به تر هغې روان وي چې د دې سیمې ټول بېلتونپال ارمنیان تسلیم شوي نه وي.
اذربایجان دغه عملیات د ترهګرۍ ضد بللي او د قره باغ مرکز او نورې سیمې یې په نښه کړي دي.
د قره باغ ارمني اوسېدونکو سېشنبه د اوربند او د خبرو وړاندیز کړی، خو اذربایجان غواړي چې دغه غرنۍ سیمه په خپل کنټرول کې ولري.
په یاده سیمه کې له څو میاشتو راهیسې وضعیت ترینګلی دی او سلګونه ارمنیانو د دغو عملیاتو له امله د خپل حکومت له غبرګون څخه ناراضه دي.
نګورونو قره باغ چې اکثریت اوسېدونکي یې ارمني توکمه دي، په نړیواله کچه د اذربایجان د خاورې برخه پېژندل کېږي.
په قرباغ کې مېشت ارمني بېلتون غوښتونکو ویلي، چې د اذربایجان د پوځ په برید کې ۲۷ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
ارمنیا او اذربایجان لومړی ځل په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته د دې سیمې پر سر جګړه کړې وه، له هغې را وروسته له ارمنستان سره وو، خو اذربایجان د ۲۰۲۰ کال جګړه کې د اوربند له هوکړې او څارنې لپاره یې د روسي سوله ساتونکو له ورتګ وړاندې د نګورنو قرهباغ شاوخوا ځينې سیمې بېرته ونیوې.