نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د جرمني په پلازمېنه برلین کې لسګونه زره کسان سړکونو ته را وتلي او د غزې د خلکو پر ملاتړ یې لاریونونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، لاریونکوونکو د «خپلواک فلسطین» د شعارونو په ورکولو سره د فلسطینیانو پر وړاندې د صهیونیستي یرغلګرو د جګړې او په غزه کې د روان بشري ناروین د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د دې ترڅنګ دوی اسرائیلو ته د جرمني د وسلو صادراتو د بندولو او پر اسرئیلي رژیم د اروپایي ټولنې د بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.
د برلین پولیسو د دې لاریونکوونکو شمېر شاوخوا ۶۰ زره ښودلی، مګر د لاریون تنظیموونکو دغه شمېر شاوخوا ۱۰۰ زره یاد کړی دی.

