د میدان وردګو ولایت چاپېریال ساتنې ریاست او د توپ دښتې ښوونیز او روزنیز مرکز مسولینو په ګډه همکارۍ د یاد مرکز غونډو په تالار کې د مختلفو ولایتونو ۵۰۹ تنو پولیسو ته د وحشي ژوو، طبیعي منابعو، چاپېریال ساتنې او ښکار د مخنیوي په هکله د یو ورځني روزنیز ورکشاپ په ترڅ کې عامه پوهاوی ورکړل شوی.
د میدان وردګو ولایت د چاپېریال ساتنې رییس مولوي الله محمد ذاکر د وحشي ژوو، طبیعی منابعو او چاپېریال ساتنې په هکله ویلي، طبیعي سرچینې د هېواد ملي شتمني ده، چې باید ساتنه او پالنه یې وشي.
نوموړي ویلي، امنیتي مسولین مکلف دي، چې د هېواد په هرځای کې د وحشي ژوو د قاچاق او ښکار مخنیوی وکړي او د طبیعي منابعو د ساتنې په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.
ښاغلي ذاکر چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني او وجداني مسولیت بللی او د اسلامي امارت د رییس الوزرا (۱۴۴) مه گڼه هدایت چې د وحشي ژوو د ښکار د مخنیوي په اړه صادر شوی، له گډونوالو سره شریک کړی او پر امنیتي مسولینو یې غږ کړی، چې د وحشي حیواناتو او مرغانو د ښکار، قاچاق او طبیعي منابعو په ساتنه کې خپل مسولیت ادا کړي.
د چاپېریال ساتنې ریاست د تخنیکي ټیم له لوري ګډونوالو ته د طبیعي منابعو د اهمیت، وحشي ژوو او مرغانو د ښکار د مخنیوي او نورو مهمو چاپیریالي مسایلو په اړه معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شوي.